Da Khoshal Na Pass da Ishq Alam zma da Tasneem Mama

1 year ago
3

کۀ په مخ د اسمان توره شپه رڼا شي
د دې زمکې ټول زخمونه دې زما شي

د تهمت پېټو ته کلک پټکے وهمه
چې زما نۀ دي هغه دې هم زما شي

رنګ په هر نګ کښې حالونه د ځان وایي
رنګ ګونګے نۀ وي په پټه خولۀ ګویا شي

که د ټول جهان ښائست موټې کښې بند کړي
خو چې ستا په طرف لاړ شي نو تالا شي

د ساړي ښکلا ئې لاړه یو په دوه کړه
د ګل لختې د قامت جادو ګل پاشي

د خوشحال نه پس د عشق عَلم زما دے
هجرذاد دې ټول زما په قدم راشي

زورورو مصلې خو پسې لنګ کړئ
بیا هله وایئ زما یار دې زما شي

وصل بنده دروازه ده خو تسنیمه!
په کلونو کښې یو ځل په سړي وا شي
ریاض تسنیم..

Loading comments...